په کابل کې له یوې اونۍ راهیسې زده کوونکي له زده کړو محروم دي

په کابل ښارکې د حبیبې لیسې او یو شمېر نورو ښوونځیو زده کوونکی وایي چې د ښوونکو د کاري اعتصاب له امله دوی له یوې اونۍ راهیسې له زده کړو بې برخې دي.

که د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې جنګ جګړو افغان ماشومان له زدکړو بې برخې کړي، په مرکز کابل کې بیا د ښوونکو اعتصاب د دې لامل شوی چې زده کوونکي له یوې اونۍ راهیسې له تدریسه محروم شي.

له څه باندې یوې اونۍ راهیسې په کابل کې د حبیبیې او یو شمېر نورو ښونځیو ښوونکو د دوی ستونزو ته د نه پاملرنې له امله کاري اعتصاب کړی او د ښونځیو په انګړونو کې د ماشومانو شورماشور نشته.

د دې لیسې زده کوونکو ازادي راډیوته وویل چې د زده کړو د بهیرځنډ خفه کړي دي او غوښتنه کوي چې حکومت باید د ښوونکو ستونزوته رسیده ګي وکړي.

دوو زده کوونکو له زده کړو د بې برخه کیدو درد داسې بیان کړ:

((زړګي یم د حبیبې لیسې یو تن زده کوونکی، دلته موږ هره ورځ راځو دا یوه اونۍ کيږي چې سرپه سر راځو، ځای او درسونه نه وي، موږ ته ویل کیږي تاسئ بیرته لاړ شئ استادانو مظاهره کړې انې او بهانې کوي موږ دوه ځایه لیږي،زموږله دولته دا غوښتنه ده چې استادانو ته خپل معاشونه ورکړي،ترڅو دوی زموږ سره زیار وباسي.

==زما نوم حبیب الله دی د حبیبې لیسې د نهم ټولګي شاګرد یم، دا یوه اونۍ کیږي، راځو دلته راته وايي چې درس نشته ترڅو چې اشرف غني موږ ته نمرې نه وي راکړي درسونو ته ادامه نه ورکوو، له ښوونکو نه مو دا غوښتنه ده چې زموږ درسونه بیرته سم شروع کړي چې موږ وکولای شو درس ووایو او امتحانونه هم نږدې دي.))

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د روان تعلیمي کال په پيل کې له ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې د نورو امتیازونو ترڅنګ به تر شپږو میاشتو پورې هر ښوونکي ته د سرپنا لپاره یوه یوه نمره ځمکه ورکړي.

خو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ښوونکي شکایت کوي چې د ملي وحدت حکومت کړې ژمنې تردې دمه نه دي عملي شوي.

د حبیبی لېسې او یو شمېر نورو ښوونځیو ښوونکو د همدغو ورکړل شویو ژمنو د نه عملي کیدو په اعتراض څو ورځې کیږي چې کاري اعتصاب کړی او زده کوونکوته د زده کړې لپاره صنفونو ته نه حاضریږي.

د حبیبیې لیسې یوه ښوونکي همایون پژمان ازادي راډیوته وویل، که یې غوښتنوته حکومت مثبت ځواب ورنه کړي کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي:

((موږد خپلو مشروع او قانونو غوښتنو په هدف د تیرې اونۍ د دوشنبې را په دیخوا اعتصاب پیل کړی او تردې دمه مو ښوونځی تړلی دی او څو ځله چې موږ په اعتصاب لاس پورې کړی، کومه ښه نتیجه مونه ده ترلاسه کړې، خو تر هغی چې زموږ غوښتنې نه وي اوریدل شوي خپلو اعتصابونو ته دوام ورکوو او د ټول افغانستان د له استادانو نه مو غوښتنه دا ده چې زموږ سره یوځای شي د خپلو مشروع حقونو لپاره.))

د ملي شورا دواړو جرګو کې هم له تیروڅو ورځو راهیسې د ښوونکو د ستونزو په اړه خبرې کیږي او دوی هم له حکومته د دې ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیرپه دې اړه وویل:

((د ښوونکو په برخه کې مو تیره ورځ هم خپل موقف اعلان کړی و او بیا هم اجرایه قوې ته وایم چې د دغه ښاغلیو حق ته لومړیتوب ورکړی او د دوی ستونزو ته دی پاملرنه وکړي.))

له حبیبیې پرته په کابل کې د شیرشا سوري، ګزرګاه او بهرام الدین شهید لیسو ښوونکو هم اعتصاب پيل کړی دی.

وروستي راپورونه وایي چې د دې اعتصابونو لړۍ تخار ولایت ته هم غځیدلې او د دې ولایت د یوشمېر ښونځیو ښوونکوهم د یکشنبې په ورځ کاري اعتصاب پيل کړ.

له دې وړاندې د کابل او یو شمېر ولایتونو ښوونکو شکایت کړی چې معاشونه یې کم او د اوسیدو لپاره ځای نه لري.

دوی له حکومته غواړي چې ورسره کړې ژمنې عملي کړي او د ښوونکو د امتیازاتو لوړولو ته کار وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت مسولین وايي چې د ښوونکو ستونزې يي اوریدلې او هغه يي جمهوریت ریاست ته رسولي دي.

د دې وزرات ویاند کبیرحقمل ازادي راډيوته وويل، د ښوونکو ځیني داسې غوښتنې دی چې د دې وزارت له توانه پورته دی:

((موږد استادانو ټولې غوښتنې اوریدلي او جمهوري ریاست ته مو رسولی، ډیر داسې ټکی دی چې د معارف له توانه پورته دی، هغه څه چې په موږ پورې تړلې دي هغه ورته کوو، په ده سبز او استالیف کې به انشاالله په همدې اونۍ دوه ښارګوټي پرانیستل شي، د ساعتونو د ډیروالي په اړه د دوی د حق الزمي د لایحې پراساس به د یو ته حق الزمه ورکړل شي، د قانونو تغیر او ځیني نورې غوښتنې هغه څه دي چې اوږد مهال او نورو برخو پورې تړاو لري.))

یو شمېرافغان کارپوهان وايي چې د استادانوغوښتنو ته باید پاملرنه وشي ځکه چې ښوونکي په ټولنه کې ستر رول لري.

د دوی په وینا که په کابل ښارکې د ښوونکو ستونزو او غوښتنوته پاملرنه ونه شي او دوی خپلو کاري اعتصابونوته دوام وکړي نو په زرګونه زده کوونکي به له زده کړو لرې پاتې شي.

ځیني کسان بیا مدني حرکتونه د ښوونکو حق بولي، خو وایي دا حرکتونه باید داسې تنظیم شي چې د زده کړو پربهیر منفي اغیز ونه کړي.

راپور: محمد ابراهیم صافی