د امريکا بې پيلوټه الوتکو افغان پولي ته نژدې د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو وسله والو پر يوه مرکز تازه بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د شنبې په ورځ ناوخته ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په شوال کې پر يوه کور او موټر پرله پسې پرله پسې څلور توغندي وېشتي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٨ مشکوک وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
شوال د شمالي وزيرستان لرې پرته سيمه ده چې د ځايي سرچينو په وينا، په دې سيمه کې د پاکستاني طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې وسله وال مېشت دي.
د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې په شوال کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د ٨ وسله والو د وژل کېدو پخلى وکړ خو د دې ترڅنګ يې وويل چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر نوروسله وال ټپيان شوي هم دي چې له امله يې ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي.