د بریتانیې صدراعظم ډېوېډ کامیرون به د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادو (G7) په غونډه کې ووایي چې د فوټبال په نړېوال فدراسیون (فیفا) کې د اداري فساد مسالې په ټوله نړۍ کې د دې سرطاني ستونزې پر ضد د مبارزې د پيل زمینه برابره کړې ده.
امریکا او سویس په ګډه، د فیفا د رهبرۍ په کړیو کې د اداري فساد په اړه څیړنې پيل کړې او د فیفا مشر سیپ بلاټر څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له دې مقامه به لرې شي.
د بریتانیې صدراعظم ډېوېډ کامیرون ویلي؛ په نړېوالو غونډو کې رهبران د مرستې پر پروګرامونو؛ اقتصادي ودې او د خلکو لپاره پر امنیت د خبرو لپاره سره ګوري؛ خو د اداري فساد په اړه کافي بحث نه کیږي. کامیرون وړاندیز کړی چې د اداري فساد په اړه خبرې زیاتې شي.
نړېوال بانک اټکل کړی چې هرکال، په نړۍ کې یو ترلیون ډالر رشوت ورکول کیږي. د نړۍ اقتصادي فورم سازمان وايي چې د اداري فساد له امله سوداګري ګرانه شوې او په اوسط ډول؛ د تجارتي چارو مصرف لس فیصده لوړ شوی دی.