طالبانو په ناروې کی د افغان حکومت او مدنې ټولنې له استازو سره خبرې تائید کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ په ناروې کي د افغان سیاست والو، د مدنې ټولنې د غړیو او طالبانو د استازو ترمنځ روانې خبرې رسمي نه دي او د سولې مذاکره نه بلل کیږي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند آزادي راډیو ته ویلي؛ ګډونوالو په غیر رسمي بحثونو کې ګډون کړی او خپل شخصي نطریات څرګندوي.
وزارت زیاته کړې، ناروې پالیسي لري چې د دې ډول غونډو په څېر د تماسونو امکانات برابر کړي؛ ترڅو د مقابلو اړخونو لپاره ګټور واقع شي.
په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ او فوزیه کوفي او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړې حوا علم نورستانۍ او صدیقه بلخي هم ګډون لري.