ولسمشر غني په ښار کې د جارو په وهلو سره د چاپیریال ساتنې نړېوال ورځ ونمانځله

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د کابل ښار واټونو ته وتلی او د جارو په وهلو سره یې د چاپیریال ساتنې د نړېوالې ورځې نمانځه وکړه.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال غلام محمد ملکیار نن رسنیو ته وویل؛ جمهور رییس په دې کار سره نور هم خلک د چاپیریال پاکوالي ته وهڅول.

((دا یو نوښت دی، موږ مخکې د دې مسالې په اړه له جمهور رییس او د کابینې له وزیرانو سره خبرې کړې وې. ښاغلی جمهور رییس نن پل ارتل ته راغی، زموږ له ځوانو همکارانو او د مدني ټولنې له همکارانو سره یو ځای یې جارو په لاس کې واخیسته او سړک یې پاک کړ.

دا په دې معنی ده چې د افغانستان هر وګړی د جاپریال په پاک ساتنه کې مسوولیت لري؛ له ښاروالۍ او په خاص ډول د تنظیفاتو له ریاست سره چې محدود امکانات لري؛ همکاري وکړي.))

نن د جون د میاشتنې پنځه او د جوزا د میاشتې پنځلمسه نېټه ده چې د چاپیرال ساتنې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري او په افغانستان کې هم په بیلابیلو کمپاینونو سره دا ورځ ونمانځل شوه .

د ملګروملتو د چاپیریال پروګرام له ۱۹۷۲م کال راهیسې د چاپیریال ساتنې د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د زیاتولو لپاره هر کال د جون پنځمه په بیلابیلو مراسمو لمانځي.