نن د چاپېریال ساتنې نړېواله ورځ ده.
دا ورځ په نړۍ کې د دې لپاره لمانځل کیږي چې د چاپېریال ساتنې ته د انسانانو پام واړول شي.
د «شین افغانستان ټولنه» او «افغان ملي غورځنګ» نن په دې مناسبت له یوې غونډې وروسته د چاپېریال ساتنې او خلکو ته د چاپېریال ساتنې د اهمیت د څرګندولو لپاره کمپاین پیلوي.
د ملګروملتو د چاپېریال پروګرام له ۱۹۷۲م کال راهیسې د چاپېریال ساتنې د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د زیاتولو لپاره هر کال د جون پنځمه په بېلابېلو مراسمو لمانځي.