روسیې له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د پنجشنبې په ورځ له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره د شانګهای د همکارۍ ټولنې د امنیت او ثبات د کنفرانس ترڅنګ په خبرو کې وویل:

((زموږ هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې په خپل منځ کې ښې اړیکې لري. موږ غواړو چې افغانستان پر هغو سختیو او ستونزو لاسبری شي چې دې هېواد په وروستیو کې لرلي دي.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل؛ افغانستان هیله لري چې د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې به یې ځای له څارونکي څخه بشپړ غړیتوب ته لوړ شي.

ده همداراز وویل چې افغانستان تیار دی چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې سره خپلې اړیکې پراخې کړي.