د افغانستان او سکاټلنډ لومړۍ څلورورځنۍ مسابقه نن په داسې حال کې دوام وکوي چې افغانستان په (۴۵) اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې (۹۸) منډې کړي دي.
تر دې مخکې سکاټلنډ په خپل لومړۍ پاڼۍ یا ایننګز کې ۲۳۰ منډې کړې وې.
رحمت شاه او سمیع الله شینواري درې - درې او محمد نبي دوه سکاټلنډي لوبغاړي وسوځول. دوه نور یامین احمدزي او میرویس اشرف وسوځول.
افغانستان به نن په پاتې دوو لوبغاړو بیټنګ پیل کړي.