تلاشي ورکول په ځينو ولې بده لګي؟

ځينې کسان چې کله کوم عسکر یا امنیتي کس تلاشي کوي، بده ورباندې لګي، په تاسې څنګه؟ یا مو کله په کوم ملګري، انډيوال بده لګېدلې؟ فکر نه کوئ چې تلاشي ورکول پخپله د خلکو په ګټه یو کار دی؟ د دې تاندې څانګې لومړۍ موضوع مو همدا ده، ورپسې په دې غږېدلي یوو چې که چېرې د لامبو شوق لرئ نو کومو خبرو ته باید پام وکړئ چې د ځينو غوندې تاسې هم په اوبو کې لاهو نشئ او هماغه ځل لامبل مو د ژوند وروستي لامبل شي.

متل دی، وايي چې غل نه یې له پاچا هم مه ډاریږه، بل دی وايي چې د غله په ږیره کې خلی وي. خو دا ځينې چې غله نه دي نو ولې له دې ډاریږي چې په ږیره کې یې خلی پېدا نشي!؟ د کابل ښار د ۳ مکرویان یو دوکاندار حفيظ د یوه ملګري خبره یادوي، چې ویل یې دا دوو روپیو سړی به اوس ما تلاشي کوي؟

ایوب ځدراڼ د یوه مارکيټ په خوله کې دوکان لري، دی وايي چې د اختر په شپو ورځو کې بېروبار ډېر و، خو امنیتي کسان ځينو پوزې ته راوستي وو او چا همکاري نه ورسره کوله، حتی پخپله د قانون جوړونکو هم.

محمد افضل په کابل کې ټيکسي چلوي، دی په ښه زړه تلاشي ورکوي، خو وايي چې په ځینو بده لګي، حمیره له کندهاره کابل ته راغلې وه، هغه وايي چې که د تلاشي کوونکو چلند ښه وي نو په هيچا هم تلاشي بده نه لګي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وديرساپی وايي چې د هېواد فعلي شرايطو ته په کتو سره باید هرڅوک تلاشي یو ضرورت او وجیبه وګڼي. استاد ساپی له امنیتي کارکوونکو هم غواړي چې له خلکو سره دې ښه چلند کوي او څوک دې تحقیروي نه، دی له دولتي لوړ پوړه چارواکیو هم غواړي چې قانون ته دې احترام کوي، ځکه چې د دوی بې احترامي یا له قانونه ځان لوړ ګڼل خلکو ته منفي پیغام رسوي.

که لامبو مو نه وي زده په ژورو ځایونو کې مه لامبئ!

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې درې سوه اته اتیازره کسان په اوبو کې د لاهو کېدو له امله مري. افغانستان کې که څه هم په ځينو ښاري سيمو کې د لامبو ځانګړي حوضونه جوړ شوي، خو کم دي، په لرو پرتو سیمو کې بیا خصوصاً د اووړي په موسم کې اکثره ځوانان که د چا لامبو زده وي او که نه، په نهرونو او سیندونو کې لامبي. بیا نو څه کیږي؟ ... د اکثره بې تجربه لامبو کوونکو هماغه ځل لامبل د ژوند وروستي ځل لامبل شي.

سمه ده چې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی، خو د ښو او بدو تر منځ توپير کول د هر چا پخپل لاس کې دي او څه وايي چې (د اوبو ژوروالی په دواړو پښو مه ګوره) خو ځينې یې ګوري.

په کابل کې د قرغې بند هم هغه ځای دی چې ځوانان او کورنۍ په مېله ورځي، خو کله کله ځينې سرزوري او په اصطلاح خون ګرمه ځوانان په دغه ژور بند کې هم لامبي

په کابل کې د قرغې بند هم هغه ځای دی چې ځوانان او کورنۍ په مېله ورځي، خو کله کله ځينې سرزوري او په اصطلاح خون ګرمه ځوانان په دغه ژور بند کې هم لامبي. څه موده مخکې دې بند ته ورغلی وم، له ځوانانو سره مې خبرې کړي دي... (د دوی مرکې په خپرونه کې اورېدلی شئ)

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ. پته ده

http://Facebook.com/tandysangy

پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شريکولی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې

http://shafaqn@rferl.org