د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د ایتلافي ځواکونو جګپوړي استازي په واشنګټن کې وویل، داعش یو نړېوال ګواښ دی.
امریکایي جنرال جان الن تیره ورځ د امریکا او اسلامي نړۍ ګدې غونډې ته د قطر په مرکز دوحه کې وویل، ښایي د یوه نسل د عمر په اندازه وخت پکار وي چې د اسلامي دولت د یاغي ډلې مفکوره ورکه شي:
«دا یوه اوږده مبارزه ده. داسې برخې یې لکه د داعش د ډلې د مفکورې ماتول ممکن یو نسل یا تر دې ډیر وخت ته اړتیا پیدا کړي. خو موږ کولی شو او باید د دې ګواښ مخې ته ودریږو»
جنرال الین تردې یوه ورځ مخکې په پاریس کې و او هلته یې د شلو هغو هیوادو له وزیرانو سره چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد ایتلاف کې غړیتوب لري، خبرې وکړې.
د جنرال الین په وینا، د امریکا په مشرۍ ایتلاف د عراق په یو شمیر سیمو کې د داعش وسله وال مات کړي دي او دغې ډلې چې مخکې کومې سیمې نیولې وې، د هغوی پنځه ویشت فیصده یې له لاسه ورکړې دي.