بامیان به د سارک د سازمان د ۲۰۱۵ د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي

ټاکل شوې ده چې سبا بامیان ښارپه رسمي ډول د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان د ۲۰۱۵ کال د فرهنګي مرکز په توګه اعلان شي.

تمه ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سروردانش، د اجرایي رییس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او شاوخوا سل تنه بهرني میلمانه او دیپلوماتان په هغو مراسمو کې چې په همدې ارتباط د بامیان په ښار کې جوړیږي، ګډون وکړي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند محمد امین باوري ازادي راډيوته وویل:

((د هغو نړېوالو سازمانونو استازي چې په کابل کې فعالیت کوي، د سفارتونو استازي او د یونسکو غړي به چې له افغانستان سره په کلتوري برخه کې مرستې کوي، په دې مراسمو کې ګډون وکړي.))

تردې مخکې د غزني ښارپه ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي تمدن د فرهنګي مرکز په توګه نومول شوی وو.