د امریکا د متحده ایالاتو د باسټن ښار پولیسو پرون هغه سړی په ډزو وواژه چې د تروریزم ضد قضیه کې ترڅار لاندې و.
دا سړی د باسټن ښارپه روزلینډال ګاونډ کې له یوه درملتون بهر ووژل شو.
پولیسو دا سړی ۲۶ کلن اوسامه رحیم معرفي کړی او وایي، کله چې یو پولیس او د فدرال استخباراتې ادارې یو مامور نوموړې ته ورنږدې شول، په هغوي یي د یوه غټ چاقو حمله وکړه.
پولیسو ویلي، رحیم پيژندل شوی مشکوک و او امنیتي کسانو ته یي ګواښونه کول.
په عین حال کې د وژل شوي اسامه رحیم ورور امام ابراهیم رحیم په فیس بوک کې ویلي، ورور یي کارته د تلو پرمهال ، بس ته ولاړ و چې د شاله خوا ورباندې پولیسو ډزې وکړې.
امام ابراهیم رحیم چې په سان فرانسسکو ښارکې دیني عالم او مشر دی، دا یي هم ویلي: ورور یي له خپل پلارسره په ټیلیفون کې خبرې کولې چې پولیسو وواژه.
د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.