په کابل کې د امریکا سفارت په بلخ کې د یوې مرستندویه موسسې د نهو کارکوونکو وژل کېدل په کلکو ټکو غندي.
د امریکا سفارت وایې چې د People In Needد موسسې هدف دا دی چې د افغانستان لرو پرتو سیمو کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
په کابل کې د امریکا سفارت د دغو وژل شوو کسانو کورنیو او همکارانو ته د ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړی.
د People In Needد موسسې دغه کارکوونکي وړمه شپه د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.
په قربانیانو کې د یوې ښځی په ګډون پنځه تنه د دې موسسې کارکونکي، دوه یې موټر چلوونکي او دوه یې ساتونکي دي.
دغه پیښه چې تر اوسه یې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، د افغان ولسمشر په ګډون، ملګروملتونو او د بخښنې نړېوال سازمان هم په کلکو ټکو غندلې ده.