د اروپا پارلمان د روسي چارواکو پرضد یولړاقدامات کړي

د اروپا پارلمان د مسکو د هغه اقدام په ځواب کې چې د اروپایي اتحادیې ۸۹ سیاستوال یې د روسیې خاورې ته له داخلیدو منع کړي، د روسي چارواکو پرضد یولړاقدامات کړي دي.

د اروپا د پارلمان مش مارټین شولز د سې شنبې په ورځ دغه اقدامات اعلان کړل او ویې ویل چې روسي چارواکو پر خپلو پریکړو کې د نړېوال قانون او قانوني مسولیتونو په رڼا کې د شفافیت مساله نه ده یقیني کړې او هم په دې کې پاتې راغلي چې په نښه شویو افرادوته د دفاع حق ورکړي یا اجازه ورکړي چې دعوا مخ ته یوسي.