د اروپا پارلمان، د اروپایي اتحادیې ۸۹ سیاستوال یې روسیې ته له داخلیدو منع کړي

د اروپا پارلمان د مسکو د هغه اقدام په ځواب کې چې د اروپایي اتحادیې ۸۹ سیاستوال یې د روسیې خاورې ته له داخلیدو منع کړي، د روسي چارواکو پرضد یولړاقدامات کړي دي.

د اروپا د پارلمان مشرمارټین شولز د سې شنبې په ورځ دغه اقدامات اعلان کړل او ویې ویل چې روسي چارواکو پر خپلو پریکړو کې د نړېوال قانون او قانوني مسولیتونو په رڼا کې د شفافیت مساله نه ده یقیني کړې او هم په دې کې پاتې راغلي چې په نښه شویو افرادو ته د دفاع حق ورکړي یا اجازه ورکړي چې دعوا مخ ته یوسي.

شولز وویل، دې ته په پام سره چې له تورلسته به افراد لیرې نه شي، اروپایي پارلمان به خپلو دفترونو ته د روسیې د سفیر ولادمیر شیزوف او یو شمېر نورو ډیپلوماتانو د لاس رسي په برخه کې محدودیتونه وضع کړي، د روسیې د پارلمان یا دوما او د فدرالي شورا د غړیو د لاس رسي مساله به په انفرادي ډول څیړل کیږي او د اروپایي اتحادیې او روسیې د همکاریو له پارلماني کمیټې سره به اړیکې ځنډول کیږي.

مسکو وایي، د اروپایي اتحادیې د بندیزونو په ځواب کې یې دغه تور لست برابر کړی دی.