هیومان رایټس واچ د ملکي افغانانو وژل یو جنګي جنایت بولي

د بشري حقونو څارونکې ډله هیومان رایټس واچ د غیرنظامي افغانانو وژل یو جنګي جنایت بولي.

د هیومان رایټس واچ د افغانستان او اسیا د څانګې څیړونکې هیتربارپه بلخ کې د یوي مرستندویه موسسې د نهو کارکونکو وژل یو ټکان ورکونکی عمل وباله.

د People In Need د موسسې دغه کارکونکي وړمه شپه د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.

هیتربارپه دې اړه چې پر کومو دلایلو دغې پیښې ته د جنګي جنایت نوم ورکوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

((په دې اړه باید بشپړه څیړنه وشي چې دا معلومه کړي. خو که دا پر ملکیانو یوه قصدي حمله وي چې تر اوسه پورې د دې مسالې خلاف شواهد نشته، دا به یقینا جنګي جنایت وي.))

په قربانیانو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د دې موسسې کارکونکي، دوه یې ډریوران او دوه یې ساتونکي دي.

دغه پیښه چې تر اوسه یې مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، د افغان ولسمشرپه ګډون، ملګروملتونو او د بخښنې نړېوال سازمان هم په کلکو الفاظو غندلې ده.