په کابل کې سلګونو ښوونکو درسي اعتصاب کړی دی

د کابل ښار د څو ښوونځیو سلګونو ښوونکو د حکومت له لوري د دوی د حقونو د نه مراعتولو له امله نن درسي اعتصاب وکړ.
دغو ښوونکو ویل چې د حکومت له خوا دوی ته ټاکل شوي امتیازات بسنه نه کوي او زیاته یې کړه چې د دوی سره یې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
دوی د ملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې د دوی سره کړې ژمنې ژر تر ژره عملي او په وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.
دغو ښوونکي ویل ترڅو چې د دوی غوښتونو ځواب ونه ویل شي؛ خپل درسي اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د پوهنې وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.