د هلمند په مارجه کې د وسله والو مخالفانو دوه قوماندانان وژل شوي

په هلمند ولایت کې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو دوه قومندانان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي د مولوي قسیم او ملا نقیب په نامه د وسله والو دا قومندانان د مارجه ولسوالۍ په شاکۍ کلي کې د ملي پولیسو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

اعلامیه وايي، دې کسانو په مارجه کې په تروریستي فعالیتونو او د سرک د غاړې د ماینونو په اېښودلو کې لاس درلود.

د حکومت وسله والو مخالفانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.