د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له پنګله دېش سره دوستانه لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن په یوې دوستانه لوبه کې له بنګله دیش سره سیالۍ کوي.

دا مسابقه چې د ۲۰۱۸ کال د نړېوال جام د لوبو لپاره له مقدماتي سیالیو څخه ده؛ د بنګله دیش په پایتخت ډهاکه کې کیږي.

د ملي ټیم مرستیال روزونکي علي عسکر لعلي ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي د نننۍ مسابقې لپاره پوره چمتوالی لري.

((فکر کوم د بنګله دیش په ټیم کې هغه وړتیا چې زموږ لوبغاړي يې لري نشته. زموږ د لوبغاړو لوړ مورال او تکتیکي پوهه د سیال ټیم په مقایسه لوړه ده.))

د افغانستان ټیم تېره جمعه په یوې دوستانه سیالۍ کې لاووس ته د سفر په مقابل کې په دوو ګولونو ماته ورکړه.