د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف جنګي الوتکو نن د یمن په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د ایران ملاتړو حوثي شیعه ځواکونو پر هدفونو بمبارۍ وکړې.
سعودي ځواکونو دغه راز د یمن په شمالي ولایت صعده کې د حوثیانو په سنګرونو د توپونو ډزې وکړې.
دا وروستۍ حملې په داسې حال کې شوې چې په ځینو ناتائید شويو راپورونوکې ویل شوې، امریکایي ډیپلوماتانو د حوثي یاغیانوله استازو سره په عمان کې خبرې پیل کړي دي.