د هند په کشمیر کې له ۱۶ساعته جګړه کې څلورتنه وسله وال وژل شوي

د هند تر واک لاندې کشمیر کې امنیتي چارواکي وایي، د یکشنبې په شپه یي په سیمه کې له وسله والو سره په شپاړس ساعته جګړه کې څلورتنه وسله وال وژلي دي.

د هند پولیس وایي، وسله وال د کنټرول د کرښې له پوځي ساحې څخه واوښتل او هڅه یي کوله چې د تانګدرښارګوټی په پوځي اډې حمله وکړې.

چارواکو ویلي، وسله وال له حملې مخکې په دوو کورونو کې پټ شوي وو.

دوي وایي، له وسله والو سره د جګړې لپاره د خاصو کوماندو ځواکونو څلویښت تنه د هوا له لارې سیمې ته ورسیدل او د هند د پوځ عسکرو د وسله والو په پټن ځایونو د توپونو او ماشینګڼو ډزې کولې.

هندي ځواکونو نن په سیمه کې د دوو نوورو وسله والو لټون وکړ، خو داسې ښکاري چې هغوي له سیمي تښتیدیلي دي.

اسلامي بیلتون غوښتونکې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د هند تر واک لاندې کمشیرکې د هندي امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږي.

هند په پاکستان تورلګوي چې د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې اسلامي وسله وال روزي، په وسلو یي سمبالوي او د ورانکارۍ لپاره یي د هند لوري ته استوي.