پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان پولي ته نږدې د جنوبي وزیرستان سیمه کې نن د سړک د غاړې بمي چاودنې له امله یو سیمه ییزحکومتي چارواکی او دوه نور کسان ووژل شول.
امنیتي چارواکی وایي، بم هغه مهال له لیرې واټنه وچول شو چې د سیمه يیز چارواکي فاروق وزیر د سپرلۍ موټرپه رغزايي سیمه کې د تیریدو په حال کې و.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ م کال جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات پیل کړي وو او دا مهال هڅه کوي چې د عملیاتو ساحه د افغانستان پولي ته نږدې نورو سیمو ته هم پراخه کړې.