امریکا: قطر به په موقت ډول پرپنځو طالب مشرانو د سفر بنديز وغځوي

د امريکا يو عالي رتبه چارواکى وايي، قطرموافقه کړې چې په موقت ډول به د طالبانو پرهغو پنځو مشرانو د سفر بنديز وغزوي چې تېرکال له يوه برمته شوي امريکايي سرتېري باو برګدال سره د تبادلې پرمهال له ګوانتنامو زندانه خوشې شول او په قطر کې مېشت دي.

دغه چارواکي غربي خبري اژانسونو ته پرون ويلي، دغه بنديز به ترهغونافذ وي چې پراوږدمهالې حل لارې ډيپلوماتيکې خبرې بشپړې شوې نه وي.

د ٢٠١٤م کال په مې مياشت کې د برګدال د تبادلې له مخې بايد دغه بنديز نن ختمېدلاى.

دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې دغه پنځه پخواني طالب مشران دا مهال په قطرکې دي چې پرسفربه يې بنديز وي او پر دوى شديده څارنه کېږي.

امريکايي چارواکو پرون وويل چې د اوباما اداره له قطر سره پر يوه موافقه کار کوي، چې دغه بنديز د شپږو نورو مياشتو لپاره وغزول شي.

امريکايي پوځي برګدال پنځه کاله په افغانستان کې د طالبانو په ولکه کې و.