د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر ایران د تروریزم په ملاتړ تورن کړی.
عادال الجبیر وویل، ایران یوازینی هېواد دی چې د یمن، لبنان او سوریې په شان د سیمې د هېوادونو په چارو کې مداخله کوي.
جبیردا څرګندونې له خپل مصري سیال سمیع شکري سره په کتنه کې وکړې او ویې ویل:
((موږ د ایران کړه وړه غندو. هغه پاروونکي اقدامات چې ایران یې کوي، منفي دي او د تروریزم ملاتړ ګڼل کېږي.))
عادل الجبیردا څرګندونې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیرپه توګه له ټاکل کېدو وروسته مصرته د لومړي سفر په ترڅ کې وکړې.
ده یادونه وکړه چې سعودي عربستان او مصرد یمن د جګړې په اړه ګډ دریځ لري.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پرضد چې ایران یې په ملاتړ تورن دی، هوايي حملې روانې دي. مصرهم د دې ائتلاف غړیتوب لري.
ایران د حوثي شیعه یاغیانو او د هغو د متحدو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.