عُمان د امریکايي ډيپلوماتانو او د یمن د حوثي یاغیانو د بې سارو خبرو کوربه دی

د یمن د تبعیدي حکومت یو ویاند پرون وویل چې عُمان د امریکايي ډيپلوماتانو او د یمن د شیعه حوثي یاغیانو ترمنځ د بې سارو خبرو اترو کوربه دی.

د یمن د تبعیدي حکومت ویاند راجابادي Rajah Badi وايي، دا خبرې د امریکا په بلنه ترسره کېږي او د یمن تبعيدي حکومت چې په سعودي کې دېره دی، برخه نه په کې لري.

بادي وویل چې د حوثي یاغیانو پلاوی په یوه خصوصي امریکایي الوتکه کې عمان ته ورسول شو.

د امریکا حکومت او د حوثي یاغیانو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که د دې خبر کره والی تایید شي نو دا به په یمن کې د جګړې له پیل راهیسې د متحدوایالاتو او حوثي یاغیانو ترمینځ لومړی ځل خبرې وي.