ولسمشربارک اوباما د مرستیال ولسمشرجوبایډن د زوی د مړینې له کبله پرون د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه.
مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي چې شپږ څلوېښت کلن زور یې بیو Biden Beau د سرطان د ناروغۍ له کبله مړ شو.
په دې اړه د سپینې ماڼۍ په بیان کې د ولسمشراوباما له قوله راغلي چې د بایډن کورنۍ له حده زیاته خواشینې ده خو دی زیاتوي چې د بیوبایډن روح به د دوی ټولو، په تېره د هغه د مېرمنې او دوو لوڼو په وجود کې ژوندی وي.
بیوبایډن چې مخکې یې د اتو کلونو لپاره د دلاوېر د لوی څارنوالۍ په توګه کار وکړ، د راپورونو له مخې نژدې یوه میاشت مخکې په یوه روغتون کې د سرطان د علاج په خاطر بستر شو.