افغان ولسمشراشرف غني ژمنه کړې چې د هېواد د صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې به جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي غني د افغان صنعتکارانو د سراسري ټولنې له غړو سره په پرونۍ کتنه کې دا ژمنه وکړه.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفترد بیان له مخې په دې کتنه کې د دې ټولنې مشر شېرباز کمین زاده وویل چې دا مهال صنعتکاران د صنعتي پارکونو د نشتوالي او لوړې ګمرکي تعرفې په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.
افغان صنعتکارانو له دې مخکې له دې کبله اعتراض کړی دی چې حکومت د صنعتکارانو د ملاتړ په برخه کې اقدام نه دی کړی.