د سولې شورا: د جګړو له زور اخیستو سره سره به د سولې هڅو ته دوام ورکړو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د جګړو له زور اخیستو سره سره به د سولې لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مشر مولوي حبیب الله فوزي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت او د سولې عالي شورا، د سولې د خبرو اترو دوام ته ژمن دي.

د سولې عالي شورا د سولې د خبرو په برخه کې د حکومت د ژمنې ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې افغان چارواکو په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو پرضد د عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګرجنرال قدم شاه شهیم پرون په کندهار کې د ملي اردو سرتېرو ته په وینا کې وویل، د افغان سرتېرو قاتلان به له دې وروسته ونه بخښل شي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داودشاه وفا هم د ملي اردو له سرتېرو وغوښتل چې مخالف وسله وال دې د جګړې په ډګر کې ووژني.