چين نن د امريکا هغه غوښتنه رد کړه چې وايي؛ دا هېواد دې د جنوبي سمندر پر برخو د حاکميت له اعادې څخه لاس واخلي. چين وايي، د خپلې مځکنۍ بشپړتيا تر څنګ له نورې نړۍ سره هم مرسته کوي.
د چين د خلکو د آزادي د پوځ د لوی درستيز ادمرال سون جيانګوو وويل چې د چين د رغونې کارونه د نړېوالو خدماتو د رسولو په مقصد کیږي؛ د بيلګې په توګه: پلټنه، ژغورنه، ساينسي څېړنه او همداراز د ټاپوګانو د فعاليت او هلته د کارکوونکو د ژوند د شرايطو پرمختګ.
ده دا پروژې پر ځای او د چين د مځکنيزې بشپړتيا په دايره کې دننه بللې.
چين وايي، د جنوبي سمندر نيږدې برخه د خپل حاکميت جز بولي. د جنوبي چين سمندر د نړۍ لويه تجارتي لاره ده او باور کيږي د ګاز او تيلو زياتې زېرمې لري.
سون دا خبرې له هغه يوه ورځ وروسته وکړې چې د امريکا د دفاع وزير اشټن کارټر په سمندر کې د چين د بياجوړونې کارونو د فوري بندولو غوښتنه وکړه او ویې ويل چې په لانجمن سمندر کې په خپل چلند سره پيکنګ له نړېوالو نورمونو څخه وتلی دی.