د عرب ایتلاف الوتکو د یمن پر صنعا هوايي حملې کړي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو د يمن په مرکز صنعا کې د حوثي ياغيانو پر پوځي مرکزونو هوايي حملې کړي دي. د دې جګړې له کبله د سعودي عربستان او يمن پر پوله خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

نن وختي دغو حملو د صنعا هوايي ډګر ته نيږدې يوه پوځي اډه او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نيږدې پوځي تاسيسات په نخښه کړل.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو په يمن کې په مارچ مياشت کې حملې پيل کړې؛ تر څو ليرې شوی ولسمشر عبد ربو منصور هادي بيرته واک ته ورسيږي.

هادي چې په سعودي عربستان کې جلا وطنه دی؛ د مارچ په مياشت کې د يمن له مرکزه هغه وخت وتښتېد چې ايران پلوه حوثي ياغيانو د يمن د مرکز او جنوب پر لور پرمختګ وکړ.

په همدې حال کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې دولتي ټلويزيون وويل چې ياغيانو پرون د سعودي عربستان پر جنوب لويديځ پوله پراته ښار نجران خوا ته ۲۰ توغندي ويشتلي دي.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي؛ د دې توغنديو له کبله د پولې يو ساتونکی وژل شوی او ۷ نور کسان ټپيان شوي دي.