تاجکستان د خپل هغه لوړپوړي پولیس افسر په اړه پلټنې کوي چې له داعش سره یوځای شوی

د تاجکستان چارواکي وايي چې په امريکا کې د روزل شوي هغه لوړ رتبه پوليس چارواکي د قضيې په اړه پلټنې کوي چې ويل کیږي؛ په سوريه کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره یو ځای شوی دی.

د ځانګړو ځواکونو پخوانی قومندان ګلمراد خاليموف په تورو کالو کې د اسلامي دولت په يوه ويډيو کې څرګند شوی دی او وايي؛ په امريکا کې يې درې واري په پروګرامونو کې برخه اخيستې ده.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياندې پوجا جهنجهن والا سي.اېن. اېن ته د دې ادعا تاييد کړی دی:

((له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې خاليموف د تروريزم پر ضد په یوه کورس کې په امريکا او تاجکستان کې برخه اخيستې وه.))

خاليموف چې په دې ويډيو کې په روسي ژبه خبرې کوي او وايي؛ دی د هغه څه له کبله چې د روزلو پر مهال يې ولیدل؛ د امریکا پر ضد شو.