د کابل د درېیمې او دریارلسمې امنیتي حوزو د امرینو دندې وځنډول شوې

د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د کابل ښار د درېیمې او دریارلسمې امنیتي حوزو د امرینو دندې یې ځنډولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي دا ګام وروسته تر هغه پورته کوي چې تېره ورځ د یو شمېر رسنیو له خوا داسې راپورونه خپارل شول چې ګنې د یادو حوزو امرینو د یوې نجلۍ پر سر له یوبل سره شخړه کړې.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي نن په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د یادې موضوع د څېړلو په هدف یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ښاغلي رحیمي همدا رنګه زیاته کړ چې په کابل کې په دې ورستیو کې د جنايي پېښو په ګراف کې پنځوس فیصده کموالی راغلی دی.