د ملکي وګړو د ساتنې ډلې په هېواد کې د کورنیو بې ځایه شوو وګړو وضعیت په اړه اندیښنه وښودله.
دغې ډلې نن په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې په هېواد کې د روانو نا امنیو له امله ګڼ شمېر کورنۍ مرکز (کابل) او د نورو ولایتونو مرکزونو ته کډه شوي دي.
د دغه ډلې یوه غړي محمد نبي تدبیر وویل چې یوازې په کندز ولایت کې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي:
((لیدل کیږي چې د هېواد په شمېر سیمو کې د نا امنیو له امله د کورنیو کډالو شمېر له یوه ځایه بل ځای ته زیاتیږي؛ د کندز د کډوالو ریاست وايي چې د می میاشتې په لومړیو دوو میاشتو کې یوازې ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.))
د ملکي وګړو د ساتنې ډله همدارنګه وايي چې په کور دننه بې ځایه شوي کډوال د څښاک د پاکو اوبو او خوړو د نشتوالي له امله مړه کيږي.
دغه ډله ګواښ کوي چې که چېرې حکومت په کور دننه د بې ځایه شوو کسانو وضعیت ته توجه ونه کړي انساني فاجعه به رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د یو شمېر نړېوالو موسساتو په مرسته یې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره خوراکي او غیر خوراکي مواد راټول کړي دي.