د افغانستان د فوټبال ملي ټیم بنګله دیش ته رسیدلي او دا مهال د هغه هېواد سره د یوې دوستانه لوبې لپاره تیاری نیسي.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګدیش فوټبال ټیمونو ترمنځ لوبه راتلونکې سې شنبه د دغه هېواد په مرکز ډاکه کې وشي.
تر دې وړاندې د افغانستان فوټبال ټیم د جعمې په ورځ په یوه دوستانه لوبه کې لاوس ټیم ته ماته ورکړه.
افغانستان په اې ګروپ کې له کمبوډیا، جاپان، سنګاپور او سوریې لوبډلو سره میدان ته وځي.
د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه د جون میاشتې په یوولسمه په ایران کې د سوریې له ټیم سره کیږي.