په بلوچستان کې د وژل شویو مسافرو کورنیو د حکومت پر ضد احتجاج کړی

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وژل شویو کسانو کورنیو نن د حکومت پر ضد احتجاج کړی دی.

د کوټې ښار په څلوېښت کلومترۍ کې، د مستنګ په سیمه کې پرون یو شمېر وسله وال کسان، دوو مسافر وړونکو بسونو ته وختل او 20 تنه یې ووژل.

په پېښه کې یو تن زخمي شوی و.

په دې حمله کې د توکمیز تعصب نښې لیدل کیږي؛ ځکه عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو کسانو بلوچان او پښتانه سره بیل کړل او یوازې پښتانه یې ووژل.

هېڅ وسله والې ډلې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

عیني شاهدانو ویلي چې حمله کونکو د پاکستان د امنیتي ځواکو کالي / یونیفورم اغوستی وو.