پاکستان پر درې بلوڅ بیلتون غوښتونکو د اعدام حکم عملي کړی

پاکستان پر درې بلوڅ بیلتون غوښتونکو د یوې الوتکې د تښتول په تړاو د اعدام حکم عملي کړی دی.

دې کسانو په هغه وخت کې هڅه کوله چې د دې الوتکې په تښتولو اسلام اباد اړ کړي څو په بلوچستان کې له اتمي ازموینو لاس واخلي.

د بخښنې نړېوال سازمان پر دې اعدامونو انتقاد کړی او ویلي یې دي، په پاکستان کې له اعدامونو څخه د سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره کار اخیستل کیږي او د بشري حقونو د سرغړاویو موارد پټوي.

دا سازمان وايي، وروسته له هغې چې په پېښور کې پر یو پوځي ښونځي په برید کې په لسګونو زده کوونکي ووژل شول پاکستان پر اعدامونو لګیدلی بندیز لرې کړ او په دې ترڅ کې یې تر اوسه یو سلو څلوېښت کسان اعدام کړي دي.