اشرف غني د ښارجوړونې د ۶چارواکو دندې د مالي فساد په تور تعلیق کړي

ولسمشراشرف غني د ښارجوړونې د شپږو چارواکو دندې د مالي فساد په تور تعلیق کړي دي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي چې لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې، څو د دې کسانو د کارونو په او پر دوی د مالي فساد د تورنو په اړه څیړنې وکړي او له هېواده یې ممنوع الخروج اعلان کړي.

د مرکز د ښار جوړونې رییس احمد شاه همت، د املاکو او اسکانو رییس محمد امین امین، د کور جوړونې د تصدۍ رییس احمد نواز بختیاری، د پلان رییس گل رحیم زیارمل، د اپارتمانونو د انسجام مالي مسول سید امان الله سادات او د اپارتمانونو د انسجام ریس محمد امین قانع، د هغو شپږو کسانو په لیست کې دي چې دندې یې د ولسمشر په حکم تعلیق شوي دي .