ترکمنستان د م.م ترڅارنې لاندې د افغانانو ترمنځ د خبرو وړاندیز وکړ

ترکمنستان په خپله خاوره کې د ملګروملتوتر څارنې لاندې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره د نوي سیاسي او دیپلوماتیک میکانیزم په جوړولو کې فعالې ونډې ته تیار دی.

دا خبره د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د ټولنې لپاره د افغانستان د ولسمشر له خاص استازي شاکرکارګر سره په کتنه کې وکړه.

د افغانستان د ولسمشر خاص استازي هیله څرګنده کړه چې د ترکمنستان د ولسمشر وړاندیز به په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو او د شخړې له حل کېدو سره مرسته وکړي.