د کورنیو چارو وزیر ارزګان ته لاړ او د دغه ولایت لپاره یې نوی امنیه قومندان معرفي کړ

د کورنیو چارو وزیرله نوي لوی درستیز سره ارزګان ته لاړ او د دغه ولایت لپاره یې نوی امنیه قومندان معرفي کړ.

جنرال توریالی عبدیاني د اروزګان نوی امنیه قومندان ګومارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او لوی درستیز قدم شاه د اروزګان د نوي امنیه قومندان د معرفي کولو ترڅنګ د دغه ولایت امنیتي وضعیت له نژدې ولید.

د حوت په پای کې د پخواني قومندان مطیع الله خان له وژل کېدو وروسته اروزګان امنیه قومندان نه درلود.