د رویټرز اژانس یو خبریال خبر ورکوي چې روسیې ګڼ پوځیان او په سلګونو پوځي وسایل او وسایط د اوکراین سرحد ته نژدې ځای پرځای کړي دي.
د راپورله مخې په درنو وسلو کې ګرځنده راکټ لانچرونه، ټانکونه او توپونه شامل دي چې د مې د درویشتمې او شپږ ویشتمې ترمنځ داسې ځای ته انتقال شوي چې د اوکراین له لوهانسک سیمې پنځوس کېلومتره لرې ده.
د لوهانسک واک له روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو سره دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې د دې راپورپه اړه د اوس لپاره له تبصرې کولو ډډه کوي.
مسکو بیا بیا د کېیف، ناټو او لویدیځو هېوادو دا راپورونه رد کړي دي چې پوځیان یا وسلې یې اوکراین ته استولي دي.