د فرانسې او بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرانو د فوټبال پر نړېوال فدراسیون یا فیفا سخت انتقاد کړی دی او د فیفا د مشرتابه د غوره کېدو لپاره یې د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه کړې ده.
لورنات فبیاس نن وویل، وروسته تردې چې تیره ورځ د فیفا یو شمېر چارواکې په زوریخ کې ونیول شول، پکارده چې د فیفا د اوسني مشر سیپ بلاتر او شهزاد علي ترمنځ انتخابات وځنډیږي. له جدول سره سم ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات سبا ترسره شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرفلیپ هامونډ بیا بي بي سي ته نن وویل چې د فیفا دننه سخته ستونزې شته چې پکارده اصلاحات په کې راوستل شي.
د اروپا د فوټبال فدراسیون یا یو ایفا مشرګیاني انفانتینو تیره ورځ په وارسا کې خبریالانو ته وویل:
((په ورته وخت کې د یو ایفا د اجرایي کمیټې غړي دا مني چې د فیفا په مشرتابه کې ژوربدلون ته اړتیا شته، دوی په دې باورلري چې د فیفا غونډه دې وځنډیږي او د فیفا د مشرلپاره انتخابات باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې تنظیم شي.))
د فیفا اووه چارواکې تیره ورځ د اداري فساد په تورپه زوریخ کې ونیول شول.
پردوی تور پورې شوی دی چې رشوت یې اخیستی دی او د پیسو په بدل کې یې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړېوال جام لوبو د ترسره کولو واک روسیې ته سپارلی او پریکړه یې کړې ده چې د ۲۰۲۲ کال نړېوال جام لوبې په قطرکې ترسره شي.