د انګلستان د فوټبال د ټولنې مشرد چهارشنبې په ورځ وویل چې د فوټبال د نړېوال فدراسیون( FIFA) مشر سټیپ بلټر(Sepp Blatter) باید د رشوت د هغې رسوایۍ په خاطر چې دغه فدراسیون په کې ښکېل دی، استعفا ورکړي.
د ګریک دایک Greg Dyke څرګندونې د اروپا د فوټبال د اجرایه ارګان په نسبت یوڅه سختې وې.
UEFA یواځې د شپږومیاشتو په مخه د فیفا د مشرتابه لپاره د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات سبا ترسره شي.
د اسیا د فوټبال فدراسیون وویل، د بلتر ملاتړ کوي او غواړي چې دغه ټاکنې له مهال ویش سره سم وشي.
بلټر غواړي د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره د فیفا مشري وکړي. د هغه رقیب اردنی شهزاده علي دی.
دایک ویلي، د بلټر څرګندونوچې ویلې یې دي، فیفا د رشوت د له منځه وړلو لپاره د هڅو په ګړندي کولو سره کولای شي چې د فوټبال د مینه والو اعتماد بیرته ترلاسه کړي، د ده قناعت نه دی حاصل کړی.