د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن وایي چې متحد ایالتونه هڅه کوي چې له روسیې سره په مشترکو ګټو کې همکاري وکړي، البته که چیرته د اصولو د لاندې کولو مساله په کې نه وي.
جو بایډن تیره ورځ په واشنګتن کې د بروکینګز انستیټیوت په تحقیقاتي مرکز کې د دغو همکاریو په ارتباط د ایران مسالې ته اشاره وکړه او ویې ویل:
((زما په نظر دا زموږ سخته په ګټه ده چې د ایران په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړو.))
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه همداراز له ترورزم سره د مبارزې په برخه کې ګډو همکاریو ته اړتیا شته.
په ورته وخت کې جوبایډن د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اعتراض وکړ چې د اوکراین کریمیا یې تیر کال د مارچ په میاشت کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې مداخله کوي.