اشرف غني د هغه چینایي کمپنۍ له غړیو سره وغږید چې د کابل- جلال اباد د لارې کار یې درولی

د افغانستان جمهور رییس د هغه چینایي کمپنۍ له غړیو سره خبرې وکړې چې د کابل- جلال اباد د ترانزیتي لارې کار یې د امنیتي دلایلو له امله درولی دی.

په دې غونډه کې چې تیره ورځ په ارګ کې وشوه د کورنیو چارو د وزارت د عامه محافظت د تصدۍ مسوولانو هم برخه اخیستې وه.

اشرف غني د عامه محافظت د تصدۍ له مسوولانو وغوښتل چې ژر تر ژره د دغه چینایي شرکت د غړیو امنیت تامین کړي، څو د بګرامۍ او سرخ رود په مسیر د کابل- جلال اباد د لارې کار بیرته پيل کړي.

د چینایي کمپنۍ استازیو له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې د دوی د امنیت د تامنیدو په صورت کې به دستي خپل کار شروع کړي.