رسا: د بودیجې کسرد کمیدو د مخنیوي په برخه کې به جدي هڅې وشي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزیر وايي چې د بودیجې کسر د کمیدو د مخنیوي په برخه کې به جدي هڅې وکړي.

همایون رسا نن د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په دغه پلانونو کې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې پانګونه د ظرفیتونو لوړول او د صادراتو پراختیا شامل دي.

ښاغلي رسا وویل چې د یادو پلانونو د عملي کولو په هدف په اړوندو قوانینو کې لازم اصلاحات رامنځته کړي.

ولسمشرغني ویلي چې وزیران مکلف دي چې په لومړیو سلو ورځو کې په خپلو کارونو کې اساسي تغیرات رامنځته کړي.