ځدراڼ وایي، له شلو کالو راهیسې کابل ښاروالۍ يې ځمکه نه ورسپاري

د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د کابل یوه اوسیدونکي عبدالغفار فیضي ځدران ته ځانګړې شوې.

ځدران وايي چې شاوخوا شل کاله مخکې کابل ښاروالۍ یوه نمره ځمکه د قلعه زمانخان په پروژه کې ورکړې وه خو تر دې دمه يې دغه ځمکه ترلاسه کړې نه ده.

موږ د فیضي ځدران دغه ستونزه د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د ریاست له سرپرستې شکريې نایب احمدزۍ سره طرحه کړه.

د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د ریاست سرپرستې ویل چې په مسترد شویو ځمکو کې به یوه نمره ځمکه ښاغلي ځدران ته ورکړي.

دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د انصاف په لټه کې