چین د خپلوسمندري ځواکونو په اړه نوې ستراتیژي وړاندې کړه

چین د خپلوسمندري ځواکونو د پیاوړي کیدولپاره نوې ستراتیژي په وړاندې کړې.

د هغه سند له مخې چې د دې هېواد کابینې د سې شنبې په ورځ خپور کړ، د چین سمندري ځواکونه به یواځې د سواحلو په دفاع باندې تمرکز نه کوي بلکه د محافظت لمنه به ازادو اوبو ته هم پراخوي.

دغه سند د چین د اوبو حقونو او ګټو ته د ګواښونو په وړاندې خبرداری ورکوي او پر هغو ګاونډیانو چې لمسونکي اقدامات او پر نورو لورو چې د چین د جنوبي اوبو په مساله کې لاس وهنه کوي، انتقاد کوي.

په سند کې دغه راز ویل شوي چې هوایي ځواکونه به له ځمکني هوایي دفاع څخه پرتهاجمي او دفاعي او هم د پیاوړي پوځي قابلیت لرونکي هوایي مدافع ځواک پرجوړولو تمرکز کوي.

چین په دې تورن دی چې په خپلوجنوبي اوبو کې په تهاجمي ډول د ملکیت ادعاوې مخ ته وړي چې دې مسلې واشنګټن اندیښمن کړی دی.