په سمنګان کې ۵غیرقانوني کان کیندونکي د ګازو له امله مړه شوي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت مسولین وایي چې په سمنګان کې پنځه تنه غیرقانوني کان کیندونکي د ګازو له امله مړه شوي دي.

د دې وزارت خبرپاڼه وایي، چې دغه پیښه په شباشک کان کې شوه او د سیمې خلکو پنځه تنه نور کان کیندونکي ژغورلي.

دغه پیښه نن د سکرو په کان کې شوې اوله دې وړاندې ورته نورې پیښې هم شوي دي.