د ملي امنیت شورا له ISI سره د هوکړه لیک په اړه راپورته شوي ګنګوسې بې اساسه وبللې

د افغانستان د ملي امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د هوکړه لیک په اړه په رسینو کې راپورته شوي ګنګوسې بې اساسه وبللې.

د ملي امنیت شوار وايي، چې دغه هوکړه لیک تر اوسه نهايي شوی نه دی او تر دا مهاله جمهوري ریاست او ملي امنیت شورا له خوا تایید شوی هم نه دی.

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یو شمېرکسان د خپلو شخصو ګټو په خاطر دغه خبرو ته لمن وهي.

اعلامیه زیاتوي چې دغه مسوده له ولسمشرغني، د ولس له استازو او ملي شخصیتونو د اجماع اصل ته په پام په پنځو پړاونو کې بشپړیږي.