کندهار: په نننۍ نښته کې دواړه حمله کوونکي یو پولیس او یوه ښځه وژل شوي

په کندهار ولایت کې د افغان سرتیرو او سله والو مخالفینو ترمنځ نښته د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه څو ساعته نښته کې دواړه حمله کوونکي یو پولیس او یوه ښځه وژل شوې او پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

تیره شپه دوو تنو وسله والو د کندهار د عالي دارالمعلمین د لیلېې ودانۍ ته پورته شوه او له هغه ځایه يې پرافغان سرتیرو ډزې کولې.

طالبانو د پيښې مسوولیت په غاړه اخستې او په دغه نښته کې ګڼ شمېرافغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.